| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د بزګر د ملي ورځې په پار په کابل کې د کرنیزو پیداوارو ۲۵م نندارتون
22 Mar 2021
په هیواد کې د بزګر ملي ورځ په پلازمینه کې د معیاري تولید او سوداګریزې کرنې په نوم نندارتون جوړیدو سره ونمانځل شوه.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر، انورالحق احدي تیر کال د هیواد د بزګرانو لپاره له ستونزو سره سره له لاسته راوړنو ډک وباله، خو په را روانو کلونو کې یې د وچکالیو د اټکل اړوند اندیښنه وښوده.

له بلې خوا په دې نندارتون کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نثاراحمد غوریاني فیضي وویل چې افغانستان په تیر کال کې نږدې ۸۹۰ میلیونه افغانۍ صادرات لرلي چې د دې صادراتو لویه برخه، کرنیز پیداوار دي.
په همدې حال کې کروندګر او د نندارتون ګډونوال له هیوادوالو غواړي چې له کورنیو تولیداتو ګټنه وکړي.
له دې ټولو سره، ولسمشر غني هم د بزګر د ملي ورځې په پار یوه پیغام کې، د کرنې په برخه کې د ښځو د ونډې او فعالیت ډيریدل د کورنیو د اقتصاد د ودې په برخه کې اغیزمن بللی او کرنیزو تولیداتو ته یې په ډیرې بازارموندنې ټینګار کړی دی.
