1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د بشرحقونو د فعالینو پر خوندیتوپ د بښنې نړیوال سازمان ټینګار  

خبرنګار
17 Mar 2021

د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان له حکومت څخه غواړي چې د بشرحقونو د فعالینو د خوندیټوپ لپاره ګام اوچت کړي.

دی سازمان د یوې اعلانپاڼې پر خپرولو سره ویلي په افغانستان کې د بشرحقونو د فعالینو پر وړاندې د ګواښونو نوې څپې ته په کتو سره حکومتي چارواکي باید ژر تر ژه په دې برخه ګې ګام اوچت کړي.

مخکې له دې په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر اعلان کړی وو چې په دې هیواد کې د سولې خبرو اترو پیل سره د بشري حقونو یوولس فعالین د موخه ییزو بریدونو په پایله کې وژل شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان له اندیښنې سره ویلي چې شاوخوا درې میاشتې کیږي چې په افغانستان کې د بشرحقونو د مدافینو پر وړاندې بریدونه او ګواښونه ډیر شوي دي.