د بښنې نړیوال سازمان په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د سولې د روانو خبرو سره سره، لا ډیر ملکي وګړي په تاوتریخوالو کې قرباني کیږي.
د تیرو څو اوونیو په لړ کې د هلمند، غور، فاریاب، میدان وردک او د هیواد یو شمیر نورې برخې د جګړو او خونړیو چاودنو شاهدان پاتی شوي چې په پایله کې یې ملکي وګړو ته ډیره مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بښنې نړیوال سازمان په یوې خبرپاڼه کې، د اکټوبر میاشت د افغانستان د اوسیدونکو لپاره تر ټولو خونړۍ بللې او ټینګار یې کړی چې په دوحه کې د سولې خبرو سره سره، لا هم ملکي وګړي د جګړې قرباني ګرځي.
په دې خبرپاڼه کې له نړۍ څخه غوښتل شوي چې ژر تر ژره د افغانستان حالت ته پاملرنه وکړي.
له بلې خوا نن (پیلنۍ) په غزني ولایت کې چاودنې، د یوه پولیس او اوو ملکي وګړو ژوند واخیست او درې تنه یې ټپیان کړل.
په بله پيښه کې په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند ته نږدې په یوې اډې د وسله والو د برید په پایله کې، شپږ پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه سرتیري هم ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق آرین د طالبانو د بریدونو د ډیروالي او په کې ملکي مرګ ژوبلې پخلی کوي. د هغه په وینا، طالبانو په تیرې یوې اوونۍ کې ۳۵۶ یرغلیز بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۵۱ ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳۷ تنه هم ټپیان شوي دي.
خو د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت دا څرګندونې بې بنسټه بللي او ټینګار یې کړی چې په بریدونو کې یې ملکي وګړي موخه ندي ګرځیدلي.
له بلې خوا، مخکيني ولسمشر هم له امریکا غږ ټلویزیون سره په مرکه کې د تاوتریخوالي له ډیریدو اندیښنه ښودلې. هغه ویلي، د افغانستان خلک د بهرنیو موخو قربانیان ګرځي.
ښاغلي کرزي زیاته کړې: مونږ نه غواړو چې افغانستان د هیوادونو د سیالیو ځای اوسي؛ څکه له دې پلوه مو تاوان لیدلی. مونږ غواړو چې افغانستان د همکارۍ سیمه اوسي. دا جګړه د افغانانو اړوند یا د افغانانو د ګټو لپاره نده. دا افغانان دي چې د لویو بهرنیو موخو لپاره وژل کیږي.
له دې سره هم مهاله، د ناټو لوی منشي هم د دې سازمان د دفاع وزیرانو د ناستې په پای کې، د افغانستان حالت نازک وباله او له طالبانو یې وغوښتل چې تاوتریخوالی کم کړي.
ینس سټولټنبرګ ویلي: طالبان باید د تاوتریخوالي نه منونکې کچه ټیټه کړي چې د یوه اوربند لپاره زمینه برابره شي. هغوی باید له القاعده او نورو ترهګریزو ډلو سره خپلې ټولې اړیکې وشلوي چې افغانستان نور زمونږ په هیوادونو د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو ځای ونه اوسي.
د ناټو لوی منشي همداراز د امریکايي پوځيانو د وتلو اړوند ګوتڅنډنه وکړه او ویلي چې ناټو په افغانستان کې خپل پوځي حضور د سولې له بهیر او د جګړې په ډګرونو کې شرایطو سره همغږی کړی دی.