1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د بغلان بورکه ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولویده

بغلان-1536x1087
05 May 2021

د بغلان ولایت بورکه ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط شوې ده.

د بغلان د پولیس مشرۍ ویاند احمدجاوید بشارت وايي چې طالبانو تیره شپه پر دې ولسوالۍ برید وکړ او امنیتي له جګړې وروسته تکتیکي شاتګ کړی دی.

ښاغلی بشارت ټينګار کوي چې د دې ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو هڅې دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو را په دې خوا د دولت د وسله والو مخالفینو خوځښتونه د بغلان ولایت په یو شمیر برخو کې ډير شوي دي.