1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د بغلان د دو ولسوالیو امنیه قوماندانانو د طالبانو په برید کې ژوند بایللی

Kandhar--1536x864
05 Jun 2021

په بغلان کې د دې ولایت د جلګې او بورکې  ولسوالیو امنیې قوماندانانو د طالبانو په برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینې وايي چې د بغلان پر جلګې ولسوالۍ د طالبانو په برید کې د دې ولسوالۍ د پولیسو مشر ګلبدین غفوري او همدا شان د بورکې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ واکپال لطف الحق له خپلو پنځو ملګرو سره خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سرچینو په وینا، په دې نښته کې د څو ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو په ګډون لس نور امنیتي سرتیري ټپیان شوي هم دي.

سرچینه زیاتوي چې په دې نښته کې دوو ولسي کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي دی.