ولسمشر غني خبرداری ورکړی چې د بلخ ټول امنیتي پازوال به د تښتول شوي ماشوم عبدالرووف په خوشې کیدو کې د ځنډ له امله له دندې ګوښه شي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې که چیرې دا ماشوم د سړي تښتونکو له منګلو آزاد نشي، ولسمشرغني به ټول امنیتي پازوال له دندې لیرې کړي.
د نږدې درییو میاشتو په تیریدو سره لا هم د ۹ کلن ماشوم عبدالرووف له برخلیکه هیڅ راز خبر نشته.
مخکې له دې د دې ماشوم پلار ویلي وو چې که چیرې حکومت دې قضیې ته رسیدنه ونه کړي،هغه به له طالبانو مرسته وغواړي.