1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د بلخ د شولګر ولسوالۍ د امنیت مدیر په یوې چاودنه کې ووژل شو

131345551_1559254284270516_3338620440817911905_o
19 Dec 2020

د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ کې د امنیت مدیر د واټ تر غاړې ماین چاودنه کې ووژل شو.

د بلخ د پولیس مشرۍ ویاند سیدمعراج الدین سادات وایي چې د شولګرې  ولسوالۍ د امنیت مدیر احمدنوید تیره ورځ(لیندۍ ۲۸مه) له یو بل کس سره په د واټ تر غاړې ماین چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلی سادات ټینګار کوي چې طالبانو د دې ولسوالۍ پر لار درې ماینونه ځای پر ځای کړي وو چې یوه یې چاودنه کړې او دوه نور یې هم د امنیتي ځواکونو له لوري شنډ شوي دي.

تر اوسه د دې پیښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.