| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د بلخ د ولس استازي؛ که تر لسو ورځو امنیتي حالت کې بدلون رانشي، د خلکو په همکارۍ لاس په کار کیږو
29 Aug 2020
د بلخ د ولس یو شمیر استازي په دې ولایت کې د ناکراریو له دوامه هیښتیا ورکوي؛ پولیس وایي د هغو زورواکانو نوملړ به خپور کړي چې د ولس د استازو له لورې یې ملاتړ کیږي.
په بلخ ولایت کې د ناکراریو او جنایي جرمونو د لمن غځیدو، د دې ولایت اوسیدونکو د زغم کاسه نسکوره کړې ده.
په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د بلخ د ولس یو شمیر استازو، نن (پیلنۍ، وږي۸)، د بلخ په ولایتي شورا کې په یوې راټولیدنه کې، د دې ولایت امنیت ته د مرکزي حکومت د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
په ولسي جرګه کې د بلخ د ولس استازي، ګل رحمان همدرد په دې ناسته کې وویل چې اوس مهال، د دې ولایت د یوولسو ولسوالیو مرکزونه د دولت په لاس کې دي او د دې ولسوالیو ټولې سیمې د طالبانو په ولکه کې دي.
هغه له پوځي مسوولینو وغوښتل چې د دې ولایت د امنیت د ټینګښت په برخه کې د بې وسۍ په صورت کې، له خپلو دندو دې لاس په سر شي.
په پارلمان کې د بلخ بل استازي، سیدظاهر مسرور هم د بلخ پولیس مشرۍ په دې ولایت کې د ناکراریو د ډیریدو لامل په ګوته کړه او ویې ویل چې د پولیسو مشر د امنیت پرځای، د باج اخیستلو په لټه دی.
د بلخ د ولایتي شورا مشر، محمدافضل حدید هم په دې برنامه کې وویل چې خلک نور د دې حالت د زغملو وس نلري.
هغه مرکزي حکومت ته هیښتیا ورکړه؛ که تر لسو ورځو په دې حالت کې مثبت بدلون رانشي، دوی به له خلکو سره په همکارۍ، خپله لاس په کار شي.
له دې سره سم، د بلخ یو شمیر اوسیدونکي، به دې ولایت کې په ناکراریو نیوکه کوي او سیمه ییزه اداره د ناکراریو د مخنیوي په برخه کې په ناغیړۍ تورنوي.
د بلخ اوسیدونکي همداراز سیمه ییز زورواکان او په ملي شورا کې د ولس استازي، د ناکراریو او جنایي جرمونو د ډیریدو لامل یادوي.

په همدې حال کې، د بلخ د پولیسو مشر، په تیرو دوو اوونیو کې په دې ولایت کې د جنایي جرمونو په تور د ۸۷ تنو د نیول کیدو خبر ورکوي.
د بلخ د پولیسو مشر، اجمل فایز د ولس د استازو د هیښتیاوو په تړاو، هیښتیا ورکړه چې ډیر ژر به د هغو زورواکانو او نامسووله وسله والو نوملړ خپور کړي چې په دې ولایت کې د ولس د استازو له لورې یې ملاتړ کیږي.
په بلخ کې د ناکراریو له ډیریدو په داسې حال کې اندیښنې ښودل کیږي چې مزارشریف په دې وروستیو کې، د جنایي جرمونو او په ځانګړې توګه د وسله والو غلاوو د ډیریدو شاهد دی.
