1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د بلخ ولایت نوي مشرتابه رسماً خپل کار پیل کړ

والی-بلخ-1536x914 (1)
19 Oct 2020

محمد فرهاد عظیمي د والي او غلام فاروق خپلواک د بلخ ولایت د مالي او اداري مرستیال په توګه، نن رسماْ خپل کار پیل کړ.

 

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له لورې د بلخ د نوي والي او مرستیال والي د پيژندنې یوه اوونۍ وروسته، دې دوو چارواکو نن (دوه نۍ، تلې ۲۸)، رسماْ خپل کار پیل کړ.

د بلخ والي، محمد فرهاد عظیمي په دې تړاو غونډه کې، ژمنه وکړه چې د حالت د بدلون او له جرمونو سره د مبارزې لپاره، عملي برنامې ترلاس لاندې لري.

هغه په بلخ کې ښې حکومتولۍ ته ګوتڅنډنه وکړه او ویې ویل چې هیڅ څه باید له خلکو پټ نه کړای شي.

د بلخ ولایت مالي او اداري مرستیال، غلام فاروق خپلواک د داخلي ستونزو د هواري لپاره د یوه ګډې کاري ډلې په جوړیدو ټینګار وکړ.

د بلخ نوې سیمه ییزې ادارې ډاډ ورکړ چې تر راتلونکو درییو میاشتو به، له امنیتي پلوه د خلکو اندیښنو ته د پای ټکی کیښودل شي او د اداري فساد او جرمي شبکو پر وړاندې به جدي مبارزه وشي.

د بلخ مخکیني والي، محمداسحاق رهګذر هم په دې مراسمو کې ومنله چې په دې ولایت کې یې نږدې درې کلن ماموریت له ستونزو سره مل وو او دا یې د امنیتي سرتیرو جوړښت کمښت او سلیقه یي غوراویو سره تړلی وباله.

د بلخ د ولایتي شورا مشر، محمدافضل حدید هم په خپلې وینا کې د بلخ له نوي مشرتابه وغوښتل چې ژر تر ژره د ناکراریو ستونزه هواره او له دې پلوه د خلکو اندیښنې پایته ورسوي.

په بلخ کې نوې ګومارنې په داسې حال کې کیږي چې دا ولایت په وروستیو میاشتو کې، د یو لړ ناکراریو شاهد پاتی شوی او اوس مهال هم له یوې خوا د دولت وسله والو مخالفینو فعالیت او له بلې خوا د جنایي جرمونو ډیروالي د دې ولایت د خلکو ژوند ستونزمن کړی دی.