د سمنګان دره صوف بالا او بلخ چهاربولک ولسوالۍ د طالبانو له لوري ولکه شوې دي.
د سمنګان سیمه ییز پازوال د دې خبر په پخلي سره وايي چې امنیتي ځواکونو له کومې جګړې پرته د بامیان ولایت تنګي حسني سیمې ته شاتګ کړی دی.
د سمنګان د والي مرستیال صفت الله سمنګاني وايي چې طالبانو د دره صوف بالا ولسوالۍ په نیولو سره د دې ولسوالۍ ودانۍ ته اور ورته کړی دی.
په تیرو دوو ورځو کې دا د سمنګان دویمه ولسوالۍ ده چې د طالبانو تر کنټرول لاندې راځي، مخکې له دې د دره صوف پایین ولسوالۍ هم د دې ډلې لاسته ورغلې وه.
په همدې حال کې د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ مرکز یې ولکه کړي او په دې ولسوالۍ کې ټول امنیتي سرتیري دې ډلې ته تسلیم شوي دي.
د بلخ د ولایتي شورا مشر افضل حدید د دې خبر پخلی کوي او وايي چې دا ولسوالۍ نن سهار د طالبانو لاسته لویدلې ده.
مخکې له دې د بلخ د چهار بولک ولسوال عطاالله شرفیار ویلي وو چې تیره شپه امنیتي ځواکونو یو بیز په دې ولسوالۍ کې له کومې جګړې پرته پرې ایښی دی.