| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د بلخ چهاربولک ولسوالۍ د پولیسو مشر ووژل شو
06 Nov 2019
په بلخ کې امنیتي چارواکو ویلي، کلام الدین حامد تېره شپه ناوخته (د لړم/عقرب ۱۴مه)له وسله والو طالبانو سره په نښته کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بلخ امنیه قوماندانۍ وایې وسله والو مخالفینو تیره شپه د چهاربولک ولسوالۍ پر امنې قوماندانۍ برید وکړ چې په پایله کې یې ښاغلي حامد له خپل یوه سرتیري سره سا ورکړې ده.
د چارواکو په وینا د چهاربولک د پولیسو مشر کلام الدین د څلورو نورو سرتېرو سره ټپي شوی وو، چې نوموړي د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې.
طالبانو هم د یاد برید پخلی کړی،او ویلي دي چې تېره شپه ناوخته یې د یادې ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ پر ودانۍ برید کړی، او په کې ګڼو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا یې کړې ده.
طالبانو هم د یاد برید پخلی کړی،او ویلي دي چې تېره شپه ناوخته یې د یادې ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ پر ودانۍ برید کړی، او په کې ګڼو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا یې کړې ده.