د ملي امنیت شورا وایي چې د دولت فني کمیټه د طالبانو له پلاوي سره د دواړو لوریو د بندیانو د خوشې کیدو اړوند هوکړې ته ندې رسیدلې او خبرې لا هم روانې دي.
درې ورځې کیږي چې د افغانستان دولت او د طالبانو ډلې استازي په کابل کې د دواړو لوریو د بندیانو د خوشې کیدو اړوند د کړنچارې په څرنګوالي په خبرو بوخت دي.
د ملي امنیت د شورا ویاند، جاوید فیصل په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دوړاړه لوري تراوسه هوکړې ته ندي رسیدلي او خبرې اترې لا هم روانې دي.
خو د طالبانو د واکمنۍ پرمهال لوی څارنوال، جلال الدین شینواري آرزو ته وویل چې د طالبانو درې کسیز پلاوی د دولت له کاري کمیټې سره ځینې پرمختګونه لرلي دي.
د ښاغلي شینواري د ویناوو پر بنسټ، په راتلونکې اوونۍ کې د بندیانو د خوشې کیدو بهیر به هم پیل شي.
په همدې حال کې، یو شمیر سیاسي شنونکي په هیواد د کې د اوربند غوښتونکي دي.
د سیاسي چارو شنونکی، بصیر عظیمي په دې اړه وایي چې د بندیانو د خوشې کیدو اړوند د خبرو له دوام سره سم، دواړه لوري همداراز هڅه وکړي چې د سولې د خبرو او اوربند د پرمختګ لپاره هم فرصت رامنځته شي.
مخکې له دې طالبانو ته یو شمیر نږدې سرچینو ویلي دي چې د دواړو لوریو ترمنځ د هوکړې په صورت کې، په لومړي پړاو کې به د بګرام له بندخونې سل طالب بندیان او د طالبانو له بندخونو د افغانستان دولت شل بندیان خوشې شي.
دواړو لوریو په داسې حال کې د بندیانو د خوشې کیدو لپاره خبرې پیل کړي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ افغانستان ته د سولې راوستلو د هوکړه لیک پر بنسټ، باید پنځه زره طالب بندیان د افغانستان دولت له بندخونو او د طالبانو له لورې د حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشې شي.
آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک