1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د بندیانو په خوشې کیدو کې ځنډ د افغانانو ترمنځ خبرو اترو د نه پیل لامل

22-1
12 Apr 2020

یوشمیر سرچینې وایې چې د حکومت او طالبانو ترمنځ بندیانو په تبادله کې ځنډ او سیاسي ناندرۍ د دې لامل شوې دي ترڅو د افغانانو ترمنځ خبرې اترې ترسره نشي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه لیک پربنسټ باید،د افغانانو ترمنځ خبرې د مارچ میاشتې په لسمه نیټه پیل شوې وای خو اوس چې له دې مهال څخه ۳۲ ورځې تیرې شوې دي،نه یوازې دا چې دا خبرې اترې پیل شوې نه دي ډیر لږ ورته په سیاسي ناستو کې ګوتڅنډه کیږي.

د افغانستان د سولې د انسټیټیوټ مشر خلیل صافي آرزو ټلویزیون ته وویل چې د بندیانو دخوشې کیدو څرنګوالي پر سره لانجې له هغو مواردو دي چې د افغانانو ترمنځ خبرې اترې یې ځنډولې دي.

آندونه دادي چې تر اوسه د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې لیک ډیرې برخې نه دي عملي شوي،له همدې کبله امریکایان د حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړو د دریدو او سولې د ټینګښت پر سر هوکړه مناسبه بولي.

په دې وروستیو کې په ناټو کې د آمریکا سغیري بیلي هاچسن د افغانستان له حکومت او طالبانو  غوښتي ترڅو له رامنځته شوي مهال څخه د سولې ټینګښت لپاره ګټه پورته کړي.

هغې وویل: څلویښت کاله جګړې د ښکیلې خواو ترمنځ بی باوري رامنځته کړې ده،اوس هغه وخت دی چې حکومت او طالبان لازم ګامونه پورته کړې او له رامنځته شوي مهال څخه د سولې لپاره ګټه پورته کړي چې د ټولو افغانانو غوښتنه ده.

له دې سره،حکومت په تیرو څو ورځو کې لږ تر لږه درې سوه (۳۰۰) طالب بندیان د افغانستان له بندخونو خوشې کړي دي.

نن ( یوه نۍ د وري/حمل ۲۴) په کندهار ولایت کې د حکومت لومړنۍ شل کسیزه ډله د طالبانو له لوري خوشې شوه،طالبانو ویلي دي چې دا کسان یې سره صلیب ته تسلیم کړي دي.

آرزو نیوز ــ شمس الله رحیمي