یو شمیر مخکینیو امریکایي چارواکو ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو وتل له ګواښوونکي دي او دا هیواد به یو ځل بیا د کورنیو جګړو شاهد وګرځي.
د سولې د خبرو اترو او له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د بهر تلو اړوند له طالبانو سره د امریکا هوکړې ته د نږدې کیدو په درشل کې، یو شمیر امریکایي مخکیني امریکایي چارواکي د بهر تلو د هوکړې له پایلو هیښتیا ورکوي.
دې چارواکو چې یو مهال په افغانستان کې ماموریت کړی دی، په افغانستان کې د امریکا د تګلارې په نوم د کانګرس د وسله وال ځواک د چوپړتیاوو د کمیټې به ناسته کې ویلي چې له دې هیواده د سرتیرو د بهر کولو پایله به، ناورین له ځانه سره ولري.
په دې ناسته کې د امریکا څلور ستوري تقاعد شوي جنرال جک کین ویلي چې د بهر تلو هوکړې سره، د افغانستان حکومت به کمزوری او د اټکل له مخې په ټوله کې شاید نسکور شي.
دې مخکیني امریکایي پوځي زیاته کړې: لوی ناورین به رامنځته شي. د افغانستان حکومت به ډیر کمزوری او په پایله کې به نسکو رشي. د بهر تلو شپږ یا اته میاشتې وروسته، په دې هیواد کې به کورنۍ جګړه زور واخلي.
هغه همداشان ویلي: داعش او القاعده به له دې حالته په خپله ګټه کار واخلي او د ځان د د تنظیم لپاره به هڅه وکړي. هغوی به همداشان د امریکا بهر تل، په تبلیغاتي جګړه کې د خپلې بریا په توګه ګټه واخلي.
له بلې خوا، په افغانستان کې د ناټو مخکینۍ سلاکارې کمبرلي فیلډ په دې ناسته کې، د امریکایي پوځیانو د بهر تلو په صورت کې په دې هیواد کې د کورنۍ جګړې د رامنځته کیدو هیښتیا ورکړې.
میرمن فیلډ ویلي دي: له افغانستان څخه بهر تلل له ګواښ سره مخامخ دی او لګښت به ولري. مونږ افغانستان تر غاښه وسله وال کړی او د بهر تلو په صورت کې، دا سکالو به د کورنۍ جګړې لپاره لار هواره او د وینو حمام به جوړ شي. اوسنی حکومت به سقوط وکړي او ښاري مرکزونه به له لاسه ورکړي. جګړه مار چې وسله وال شوي، ځواکمن به شي او لاسته راوړنې به له لاسه ولاړې شي.
یو شمیر مخکیني امریکایي چارواکو بیا په دې ناسته کې له واشنګټن څخه غوښتي چې پر پاکستان فشار ور وړي، چې دا هیواد د سوله ییز افغانستان ظهور ومني.
د افغانستان او پاکستان په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکیني مرستیال، کولین جکسن په دې باب وویل: باید د طالبانو مشرتابه غړي اړ کړو چې د افغانستان له خپلواک حکومت سره خبرې وکړی. باید پاکستان هم قانع کړو چې د طالبانو پر وړاندې ودریږي او په افغاستان کې د سیاسي نظام د ترلاسه کولو لپاره د دې ډلې د راتلونکو برنامو مخنیوی وکړي. پاکستان باید د یوه سوله ییز او ټیکاو لرونکي افغانستان ظهور ومني.
یو امریکايي سناتور جیم انهوف هم په دې ناسته کې د سولې په خبرو کې د بریا لپاره پر طالبانو د پوځي فشار پر ور وړلو ټینګار کړی دی.
دې امریکايي سناتور همداشان ویلي: د سولې د خبرو اترو بریا، پر طالبانو د پوځي فشار پر وروړلو تړلی دی. که خپل سرتیري یو دم له افغانستان څخه بهر کړو، دا به طالبانو ته فرصت ورکړي چې هر څه غواړي، ترسره یې کړي.
د افغانستان دولت په رسمي بڼه په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو ولسمشرۍ ماڼۍ مخکې له دې ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، باید د هیواد د شرایطو پر بنسټ و اوسي. له بلې خوا، د ملي دفاع وزارت تل ډاډ سپارلې چې اوس مهال، امنیتي سرتیري د هیواد د امنیت د ټینګښت وړتیا لري او د جنګیالیو ډلو پر وړاندې ډیرۍ عملیات، د افغانستان د امنیتي ځواک په مشرۍ ترسره کیږي.
ژباړن: شمس الرحمن سباوون خپلواک