| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د بهرنیو ځواکونو وتلو وروسته د بریټانیایي پوځیانو پاتې کیدل
05 Jul 2021
تلګراف ورځپاڼې د سرچینو په حواله ویلي چې دا شمیر ځواکونه د افغانستان پوځ ته د سلا ورکولو په موخه ساتل کیږي.
دې ورځپاڼې ټینګار کړی چې د بریټانیا لومړی وزیر به په دې تړاو وروستۍ پریکړه وکړي.
مخکې له دې، پنټاګون هم اعلان کړی چې د امریکا سفارت د امنیت د ټنیګښت او د کابل نړیوال هوایي ډګر د امنیت لپاره د مرستې په موخه خپل یو شمیر ځواکونه ساتي.
خو په دوحه کې د طالبانو د سیاسي پلاوي غړي، سهیل شاهین له بي بي سي سره په مرکه کې، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور په بشپړ پای ټینګار کړی.
هغه هیښتیا ورکوي چې د دوحې د هوکړه لیک پر خلاف د بهرنیو ځواکونو د حضور په صورت کې، د دې ډلې مشران به په دې تړاو پریکړه وکړي.
شاهین زیاته کړه: “په داسې حال کې چې مونږ هغوی ته وایو چې د وینې تویولو او ویجاړیو دا پیر وتړي او د افغانستان په بیارغونه کې د پانګونې نوی پیر پرانیزي، ولی هغوی د خپل سفارت لپاره د ځواکونو په ساتنې ټینګار لري. هغو ته مو ویلي چې هیڅ امنیتي ګواښ به ورته پیښ نشي او ورته مو ډاډ ورکړی چې مونږ یوو. کله چې مونږ هغوی موخه ونه ګرځوو، نور څوک هغوی موخه ګرځوي؟“

که څه هم له افغانستان څخه د بشپړو پوځیانو د وتلو لپاره د بایډن ادارې ټاکل شوي مهال ته دوه میاشتې پاتي، خو په هیواد کې دننه او بهر د دې بهیر د پایلو اړوند اندیښنې پرځای دي.
په دې وروستیو کې د پاکستان لومړي وزیر هم د ایران له نوي ټاکل شوي ولسمشر سره په خبرو کې، د سیمې هیوادونو ته د افغانستان د ښاریانو د ګډوالۍ د نوې څپې له کبله اندیښنه ښودلې.
عمران خان، یو ځل بیا ویلي چې د افغانستان د ناکراریو کړکیچ یوازې له سیاسي لارې پایته رسیدلی شي.
له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو بهیر، د دوحې د هوکړه لیک مهمه برخه د؛ که څه هم طالبانو د دې بهیر بشپړیدل د سولې د خبرو د آسانولو لپاره فرصت بللی؛ خو د افغانستان حکومت په دې باور دی چې له وتلو سره هم مهاله، طالبانو د سولې هڅو ته شا کړې او د جګړې لمن یې غځولې ده.
