د ملي دفاع وزارت واکپال او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومی قوماندان د دوه نۍ په ورځ (لیندۍ ۱۱مه/ډیسمبر ۲مه) په جوزجان کې د ولسمشر له لومړي مرستیال جنرال دوستم سره وکتل.
له دې لیدنې وروسته ښاغلي دوستم رسنیو ته وویل:په لیدنه کې مو ډیری پر امنیتي سکالو خبرې اترې وکړې.
جنرال دوستم همدا شان زیاته کړه: “ د ټاکنو بحث ټاکنو خپلواک کمېسیون پورې تړاوو لري او کمېسیون دې له دې زیات خلک نه اندیښنمنوي،او ډیر ژر دې یوې پایلې ته ورسیږي او لومړنۍ پایلې دې اعلان کړي.
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت واکپال اسدالله خالد هم ویلي دي چې په دې سفر کې یې پر امنیتي سکالو په تیره بیا د شمالي ولایتونو د امنیتی حالت پر سر خبرې کړې دي.
ښاغلي میلر په لیدنه کې جنرال دوستم ته د ناټو دوه نښانونه هم ډالۍ کړل.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي