| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د بهرنیو چارو وزارت ته د عبدالله سپارښتنه
03 Feb 2020
اجرایي مشر په یوه نوي حکم کې د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې د ډیپلوماسۍ په دستګاه کې د سمون په نوم په بیړه د چارو له ترسره کولو ډډه وکړي.
په بهرنیو چارو وزارت کې د حکومت د اصلاحي بستې عملي کیدل، د اجرايي ریاست له غبرګون سره مخامخ شو.
د حکومت اجرایي مشر، عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزارت ته د یوه حکم استولو سره، په دې بنسټ کې د سمون په نوم د په بیړه د چارو د ترسره کولو د ځنډولو سپارښتنه کړې ده.
په دې حکم کې راغلي چې د ملي یووالي د حکومت هوکړې ته په کتو سره، په دې حساسو شرایطو او د ټاکنو د پایلې د اعلان په درشل کې، د ملي او نړیوالو ګټو د ساتنې لپاره، د بهرنیو چارو وزارت باید بهرنیو چارو وزارت او سیاسي استازولیو کې په بیړه د چارو له ترسره کولو ډډه وکړي.

د ارګ او سپیدار ماڼیو ترمنځ د هوکړې پر بنسټ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د اجرایي ریاست او د دې وزارت سیاسي مرستیال د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا پيژندل کیږي. خو په دې وروستیو کې ولسمشرۍ ماڼۍ د یوه حکم له مخې هارون چخانسوري د بهرنیو چارو وزارت د واکپال او د سیاسي مرستیال په توګه پيژندلی دی.
د اجرايي ریاست مرستیال ویاند، امید میثم، آرزو ته ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت د سمون په نوم حق نه لري چې یو لړ سلیقه يي بدلونونه رامنځته کړي.
د اجرايي مشر سپارښتنې ته د ارګ ځواب څه دی؟
د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي رسنیو ته ویلي چې په بهرنیو چارو وزارت کې ستونزو شتون د دې لامل شوی چې حکومت په دې بنسټ کې بدلون راوستلو ته مخه کړي.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه: “اړتیا وه چې ولسمشر په دې بنسټ کې د سمون راوړلو لپاره، ځینې کسان موظف کړي.”
د ولسمشر ویاند همداشان ویلي: دا ګام “سیاسي چلند او چڼول” ندی، یوازې د سمون راوړلو په موهخ دی.
اجرایي ریاست په داسې حا لکې د اصلاحاتو په نوم په بهرنیو چارو وزارت کې د چارو د ترسره کیدو د ځنډیدو سپارښتنه کړې چې په دې وروستیو کې د بهرنیو چارو وزارت واکپال، د دیپلوماسۍ په دې بنسټ کې د پراخ بدلون لپاره مټې رانغاړلي؛ د بهرنیو چارو وزارت همداشان د دې بنسټ د ۱۷۸ بستونو لغو کول چې یو میلیارد افغانۍ سپما به ولري، خبر ورکړی دی.
د یادونې ده چې اجرایي مشر، مخکې له دې په یوې راټولیدنه کې، په رسمي بڼه د ولسمشرۍ مانۍ لخوا له وروستیو ګورمانو سره خپل مخالفت اعلان کړ.
آرزو نیوز
ژباړن: سباوون خپلواک
