د ولسمشر غني له لوري د بهرنیو چارو وزارت د ویاندۍ دفتر واکپال صبغت الله احمدی ګوښه کیدل،د اجرایې ریاست له غبرګون سره مخ شوی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلی احمدی د نا مسووله څرګندونو له کبله له دندې ګوښه شوی دی.
خو اجرایې ریاست ویلي دي چې ښاغلي احمدي د سولې له بهیر څخه په ملاتړ د بهرنیو چارو وزارت دریځ بیان کړی دی،د اجرایې ریاست د خبرپاڼې پر بنسټ اوس مهال ګمارنه او ګوښه کیدنه یوازی کولای شي له ټاکنو سره تړاوو ولري له همدې کبله د ټاکنو پایلو تر وروستي کیدو دې هغه خپلې دندې ته دوام ورکړي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي