| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د بهرنیو ژبو په کتار کې د فارسي او تاجیکي شاملول لانجمن شول
01 Oct 2020
د خواله رسنیو یو شمیر کاروونکو، د احصایې ملي اداره په تفرقه اچولو محکومه کړې؛ د احصایې ملي اداره وایي چې د بهرنیو ژبو په نوملړ کې یې رسمي او ملي ژبې حذف کړې دي.
د بریښنايي پيژندپاڼو په پرلیکه فورم کې د بهرنیو ژبو په کتار کې د فارسي راتلو د انځور خپریدو په لړ کې، د خواله رسنیو یو شمیر کاروونکو دا کار تفرقه اچول او د فارسي-دري هویت له منځه وړل بللي.
د خواله رسنیو یو شمیر کاروونکو د بهرنیو ژبو په کتار کې د فارسي د ورزیاتیدو په غبرګون کې ویلي چې دا کار د دې لامل ګرځي چې دوی د نظام له ملاتړه لاس په سر شي.
د خواله رسنیو کاروونکي، طارق عظیم په دې اړه لیکلي: “له چا سره حتې د خپلې ژبم او زما هویت ټوکه هم نلرم. حذفیږو هم نه. زمونږ د حذف هڅه، د یو بل منلو د حذف هڅه ده.”
یو شمیر سیاسیونو هم په جلا اعلانپاڼو کې ویلي چې د دولتي بنسټونو په رسمي پاڼو کې د بهرنیو ژبو په کتار کې د تاجیکي او فارسي راتلل، په نظام کې د تخریبوونکو کړیو هڅه ده.

په همدې حال کې، د احصایې د ملي او معلوماتو د ملي ادارې مشر، جاوید رسولي نن (پنځنۍ، تلې لسمه)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې د بهرنیو ژبو ټول اطلاعات چې فارسي او تاجیکي د بهرنیو ژبو په توګه په کې راغلي، د مخابراتو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د بریښنایي پيژندپاڼو په سیسټم او پرلیکه فورم کې ورزیات شوي.
هغه پر دوام وویل: د بهرنیو ژبو په نوملړ کې زمونږ یو شمیر رسمي او ملي ژبې هم ځای پرځای شوی؛ دا معلومات د ژبو له یوه نړیوال نوملړ څخه اخیستل شوي او موخه یې دا وه چې د یو شمیر نورو هیوادونو وګړي هم په دې ژبو خبرې کوي.
ښاغلي رسولی ټينګار وکړ چې د خلکو د غبرګون له کبله، دې بنسټ اوس مهال ټولې رسمي او ملي ژبې د بهرنیو ژبو له نوملړ څخه بهر کړې دي.
د خواله رسنیو یو شمیر کاروونکي، د هیواد د ژبو په کتار کې د جلا ژبې په توګه د دري په لیکو هم نیوکه لري.
خو د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې مشر ټینګار وکړ چې دا اداره په هیواد کې له ژبو او هویتونو سره هیڅ ډول سلیقه یي چلند نلري، او یو شمیر شخصیتونه د داشان مواردو رسنیز کولو سره، د شهرت په لټه دي. هغه په دې برخه کې د هیڅ چا نوم وانخیست.

په بريښنايي پيژندپاڼو کې د بهرنیو ژبو په کتار کې د فارسي او تاجیکي ژبو د شاملیدو په غبرګون کې د خلکو د نیوکو ترڅنګ، په دې وروستیو کې د هویت د دفاع په نوم غورځنګ هم د شتون اعلان کړی دی.

