ولسي جرګې، د احصایې او معلوماتو ادارې مشر د بریښنایي پيژندپاڼو په فورم کې د بهرنیو ژبو په کتار کې د فارسي راتلو په تړاو دې جرګې ته وغوښت.
په بریښنايي پيژندپاڼو کې د بهرنیو ژبو په کتار کې د فارسي د راتلو په تړاو غبرګونونو، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مشر د ولسي جرګې نننۍ (دوه نۍ، تلې ۲۱)، ناستې ته حاضر کړ.
یو شمیر قانون جوړوونکو، د احصایې او معلوماتو ادارې مشر په سیاسي او تبعیضي چلند تورن کړ.
د ولسي جرګې غړي، ضیا،الدین ضیا په دې ناسته کې وویل چې د احصایې او معلوماتو اداره باید فارسي او دري له یوه بله جلا نکړي، ځکه دا کار د نفاق لامل ګرځي.
د ولسي جرګې بل غړي، خان آغا رضایي په دې ناسته کې یاده کړه چې د احصایې او معلوماتو ادارې دا ګام، یوه تیروتنه نه بلکې د دې خاورې د خلکو له ژبې او فرهنګ سره ښکاره دښمني ده.
ښاغلي رضايي، دا اداره په نفاق اچونې او د هیوادوالو د فرهنګي رښتو به نقض تورنه کړه او ویې ویل چې د احصایې ادارې مشر او ملګري یې باید بې واکه او لویې څارنوالۍ ته وپيژندل شي.
هغه زیاته کړه؛ نه یواځې فارسي، بلکې د پښتو او اوزبیکي ژبې هم له هیواده بهر د ګټنې له کبله د بهرنیو ژبو په کتار کې راغلې وې.
ښاغلي رسولي ټینګار وکړ چې د دې تیروتنې عمد بلل، تور دی.
په دې ناسته کې؛ یو شمیر قانون جوړوونکو د هیوادوالو لپاره د بریښنایي پيژندپاڼو ویش اجباري وباله او د دې بهیر د دریدو غوښتنه یې وکړه.
خو د احصایې او معلوماتو ادارې مشر وویل چې د بریښنایي پيژندپاڼو په اخیستلو کې هیڅ اجبار نشته او دا اداره د دولت کارکوونکو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په هڅه ده.
خو ولسي جرګې د دې جرګې درییو کمیسیونونو ته دنده وسپارله چې د بهرنیو ژبو په کتار کې د فارسي د راتلو اړوند څیړنې وکړي.
د ولسي جرګې مشر، میررحمان رحماني وویل؛ هغه څه چې ادعا شوې ورته د دقت په موخه، اړینه ده چې درې کمیسیونونه (مرکزي تفتیش، کورني امنیت او عدلي او قضایي) سره ګډه ناسته ولري او خپلې موندنې له جرګې سره شریکې کړي.
له بلې خوا، د بهرنیو ژبو په کتار کې د فارسي ژبې راتلو د غبرګون په لړ کې، نن یو شمیر اعتراض کوونکو په بدخشان کې د بریښنایي پيژندپاڼو د ویش دفتر وتاړه.