1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د بهسود له پیښې د حکومتي پلاوي څیړنې؛ قربانیان ملکي وګړي وو

116863173_a18f4c6e-c91e-46ed-b417-e18ab4f01d09
08 Feb 2021

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د بهسود د لاریون د څیړونکي پلاوي د موندنو په روښنایۍ کې، خپلې یې ارزونې یې په هراړخیزه توګه کړې دي.

 

د دې وزارت په اعلانپاڼه کې راغلې دي: د ارزونو او یادو راپورونو له مخې؛ په بهسود ولسوالۍ کې د ۱۳۹۹یم کال د سلواغې په ۱۰مه د جمعې پر ورځ د ترسره شویو لاریونونو ګډونوال غیرمسلح کسان وو. کله چې لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل، نو له امله یې ۱۱ تنه ملکیان شهیدان شوي او ۳۱ تنه ژوبل دي.

د کورنیو چارو وزارت د دې پيښې په تړاو، همداراز د میدان وردک د پولیسو د مشر د دندې د ځنډیدو خبر ورکړی او ویلي چې دا قضیه یې لویه څارنوالۍ ته سپارلې ده.