دې بنسټ په یوې خبرپاڼه کې په افغانستان کې د بشرحقونو د هغو دو مدافعانو د خوشي کیدو غوښتنه کړې ده چې په لوګر ولایت کې له ماشومانو ناوړه جنسي تیري ادعاوو څخه یې پرد پورته کړه.
په همدې حال کې د ملي امنیت ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د لوګر د دې مدنې فعالانو د امنیت ټینګښت په موخه یې،دوی امن ځای ته لیږدولي دي.خو د ملي امنیت د ادارې دا کړنه بیا له غبرګونونو سره مخ شوې ده.
له بلې خوا ولسمشرغني په دې وروستیو کې لوی څارنوالۍ او بشرحقونو کمېسیون ته سپارښتنه کړې ترڅو په لوګر کې د ماشومانو جنسي زورونې اړوند سکاله وڅیړې.