1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د تخار بهارک او فاریاب خواجه سبزپوش ولسوالۍ د طالبان لاسته ولویدې

aHR0cHM6Ly9jZG4ueWpjLmlyL2ZpbGVzL2ZhL25ld3MvMTM5Ny81LzYvODM4NzQwN18yNTUuanBn
19 Jun 2021

د تخار ولایت بهارک او فاریاب خواجه سبزپوش ولسوالۍ د طالبانو تر کنټرول لاندې ورغلې دي.

له تخار څخه امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي چې د تیرې اوونۍ له پنځه نۍ ورځې طالبانو پر بهارک ولسوالۍ خپل بریدونه ډير کړل، چې په پای کې نن سهار دا ولسوالۍ د دې ډلې تر ولکې لاندې راغله.

د بهارک ولسوالۍ له سقوط سره دا د تخار دویمه ولسوالۍ ده چې د لسو ورځ په لړ کې د طالبانو لاسته ورځي.

په همدې حال کې، دفاریاب د ولایتي شورا یو شمیر غړي وايي چې د دې ولایت خواجه سبزپوش ولسوالۍ هم د طالبانو لاسته لویدلې ده.

دوی ټینګار لري چې د دې ولسوالۍ د پولیسو مشر کل اختیار عرب هم له خپلو ۱۳ ملګرو سره تیره ورځ دې ډلې ته تسلیم شول.

د فاریاب د ولایتي شورا غړی آقا محمد نوري هم واويي چې طالبان د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په ولکه کولو سره د میمنې ښار تر ورونو رسیدلي او د ښار مرکز هم د دې ډلې د بریدونو تر ګواښ لاندې دی.

تر اوسه امنیتي پازوال د دې دوو ولسوالۍ د سقوط په اړه څه نه دي ویلي.

له قیصار، المار، دولت آباد او شیرین تګاب ولسوالیو وروسته خواجه سبزپوش پنځمه ولسوالۍ ده چې د طالبانو لاسته لویږي.