1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د تخار درقد او ینګې قلعه ولسوالۍ د طالبانو تر کنټرول لاندې راغلې

تخار
10 Sep 2019

د تخار سیمه ییز پازوال وایې چې امنیتي ځواکونو ولسي کسانو ته د مرګ ژوبلې مخینوی لپاره د دې ولسوالیو له مرکز څخه شاتګ کړی دی.

دتخار د والی ویاند جواد هجري نن (درې نۍ/سه شنبه د وږې/سنبلې ۱۹ مه / د سپټمبر ۱۰مه)وویل چې په تیرو دو ورځو کې په درقد او ینګې قلعه ولسوالیو کې جګړه روانه وه او ولسي کسانو ته د مرګ ژوبلې مخنیوی لپاره،امنیتي ځواکونو د دې ولسوالیو له مرکز څخه شاتګ کړی دی.

 

ښاغلي هجري زیاته کړه چې په تیرو دو ورځو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې د طالبانو د لیزري قطعې قوماندان په ګډون ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې اوس مهال درقد او ینګې قلعه ولسوالیو ته مرسته کوونکي ځواکونه استول شوي او ډير ژر به په دې ولسوالیو کې وضعیت د امنیتي ځواکونو په ګټه بدلون وکړي.

د افغانستان امنیتي ځواکونو د دوه نۍ په ورځ له څلورو کالونو وروسته د بدخشان یمګان ولسوالۍ له ولکه کولو خبر ورکړی وو.

امنیتي ځواکونو څو موده مخکې هم د دې ولایت وردوج ولسوالۍ له طالبانو ونیوله.

د ارپورونو پر بنسټ،اوس مهال د بغلان او کندزولایتونو په یوشمیر برخو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته نښته روانه ده.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي