1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د تخار د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر په یوې وسله والې نښته کې ووژل شو

a1569f71-a14f-479f-b0b6-a4af8537b608
13 Apr 2021

د تخار د پولیس مشرۍ ویاند خلیل اسیر وايي چې د تخار د پولیسو د امنیت آمر محمد ابراهیم دوراندیش په یوې وسله والې نښته کې ژوند بایللی دی.

ښاغلي اسیر زیاته کړه چې د شیرآغا په نوم یوه سپین ږیري کس د تالقانو ښار د درییمې ناحیې په اړوندو سیمو کې چې په سیمه کې یې هټۍ درلوده د یوې میرمنې په همکارۍ د هغې خاوند وژلی او په خپلې هټۍ کې پټ شوی وو او کله چې پولیس سیمې ته د هغه د نیولو لپاره ورځي له پولیسو سره نښته کوي چې په پایله کې یې ښاغلي دوراندیش لومړی ټپي او وروسته بیا په روغتون کې سار ورکړې ده.

د تخار د پولیس مشرۍ ویاند همدا شان وايي چې بریدګر له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې په خپله هټۍ کې وژل شوی او یوه میرمن هم د خپل خاوند د وژنې په تړاو نیول شوې ده.