| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د ترهګریزو بریدونو تر سیوري لاندې د ملي روغې جوړې د لویې شورا د مشرتابه دویمه ناسته
26 Dec 2020
سیاسي مشرانو په کابل کې د امنیتي پيښو له ډیروالي اندیښنه وښوده او د خبرو په چټکیدو، اوربند او د سولې په خبرو کې د نظر په یووالي ټینګار وکړ.
د ملي روغې جوړې د لویې شورا د مشرتابه کمیټې دویمه ناسته، نن (پیلنۍ، مرغومې شپږمه)، د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي د غړو په حضور په سپیدار ماڼۍ کې ترسره شوه.
د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر، عبدالله عبدالله په نننۍ ناسته کې وویل چې مرکچي پلاوی، د سولې شورا ته ګزارش او حساب ورکوونکی دی. ښاغلي عبدالله د پریکړو پر ټولیزوالي ټینګار وکړ او ویې ویل چې د خبرو ځای باید د دې بهیر د دوام پر وړاندې خنډ نشي؛ بلکې د خبرو بل پړاو باید په کره نیټې ترسره شي.
هغه زیاته کړه: د هیواد د خلکو لپاره د باعزته او منلو وړ سولې پرته هیڅ بل لومړیتوب شتون نلري.
د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي مشر، معصوم ستانکزي وویل چې پلاوی د دولت د مشرتابه او ملي روغې جوړې شورا سلاوو ته اړتیا لري.
ستانکزي زیاته کړه چې د دولت پلاوي، د جګړې بنسټ او انګیزه له پوښتنو سره مخامخ کړې او د اوربند اړتیا بحث یې وړاندې کړی.
مخکیني ولسمشر، حامد کرزي هم په نننۍ ناسته کې وویل چې خلک سولې ته د رسیدو لپاره ډیره بیړه لري او د پلاوي غړي پازه لري چې د خلکو دې درد ته مرحم ورکړي.

د ملي روغې جوړې د لویې شورا د مشرتابه کمیټې غړي، عبدرب رسول سیاف له مرکچي پلاوي وغوښتل چې په خبرو کې د نظر یووالی وساتي. هغه وویل چې زه باور لرم چې حکومت د سولې لپاره تکل لري او که څوک د سولې مخالف هم وي، خپل غږ نشي اوچتولای.
په دې ناسته کې، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په هیواد کې جګړه پیچلې وبلله. هغه زیاته کړه چې د جګړې بهرني اړخونه له کورنیو اړخونو خورا لوی دي.
صالح طالبانو ته په خطاب کې وویل: د سپین ږیري، قومي مشر او د مدني ټولنې غړو وژلو سره، شونې نده چې جګړه پای ومومي. د هغه په وینا، په افغانستان کې هر چا چې د ګډون پر ځای په تسلط ټینګار کړی، ناکامه وو.
د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر، عبدالرشید دوستم هم په یوه پیغام کې ویلي چې سوله باید د کورنۍ جګړې لامل ونګرځي. هغه زیاته کړه چې تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره، په حکومت کې سیاست ګډون ته پاملرنه وکړو.
په دې منځ کې، د مخکیني ولسمشر مرستیال، محمدیونس قانوني هم د ملي روغې جوړې د لویې شورا جوړښت نابشپړ وباله.
هغه وویل: په شورا کې د یو شمیر شخصیتونو او په ځانګړې توګه ځوانانو او ښځو حضور تش دی. دا تشه باید ژر تر ژره ډکه شي.
د افغانستان خلکو د ملي وحدت ګوند مشر، محمد محقق هم په دې ناسته کې وویل چې طالبان لا هم د جګړې په دوام فکر کوي. هغه زیاته کړه چې طالبان د پلویانو او هغو مشرانو تر فشار لاندې دي چې سولې ته فکر نه کوي او لا هم د هغو ترمنځ د فتحې او پوځي فشار بحث ژوندی دی.
له دې ټولو سره، د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشرتابه کمیټې خپله دویمه ناسته په داسې حال کې ترسره کړه چې کابل نن د څلورو چاودنو شاهد وو. دې ناستې د رسنیو د حضور پرته، درې ګړۍ دوام درلود.
