1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ترکمنستان د مرستو جوپه افغانستان ته را ورسیده

ترکمنستان
03 May 2020

دا مرستې چې شپږ واګونه خوراکي توکي په کې شامل دي، د ترکمنستان د خلکو له لورې د روژې مبارکې میاشتې په پار مرسته شوې دي.

د ترکمنستان د مرستو دا جوپه نن یوه نۍ (غوایي۱۳/مې۳)، د آقینې بندر له لارې افغانستان ته راورسیدې.

دا مرستې چې خوراکي توکي په کې شامل دي، د روژې مبارکې میاشتې په مناسب، د ترکمنستان د ولس له لورې له افغغانستان سره مرسته شوې دي.

د فاریاب والي، د دې مرستو د ترلاسه کولو پرمهال وویل، دا مرستې چې خوراکي توکي او کرنیز پیداوار په کې شامل دي، د ترکمنستان د خلکو له لورې د رمضان د میاشتې په پار، د افغانستان له خلکو سره مرسته شوي.

له بلې خوا په بلخ کې د ترکمنستان سرکنسل، بازاربای قبایف چې د ترکمنستان دولت په استازولۍ خبرې کولې، د دې مرستو په اړه یې وویل: چې د ولسمشر قربان قلي بردي محمد اوف د سپارښتنې پر بنسټ، د ترکمنستان د خلکو مرستې مو د آقینې بندر ته راوړې. دا مرستې چې شپږ واګونه خوراکي توکي دي، د روژې مبارکې میاشت په پار د افغانستان ولس ته مرسته شوې دي.

له دې سره سم، د ترکیې دولت هم له افغانستان سره د دې هیواد د بشرپاله مرستو د بهیر د پیل خبر ورکړی دی.

په بلخ کې د ترکیې کنسول، سیچ‌کین آل‌پای، نن (یوه نۍ، غوایي۱۴/مې۳)، وویل چې دوی د افغانستان په شمال کې، له زرو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کوي او په لومړي ګام کې، ۳۰۰ کورنیو سره مرسته شوې ده.

هغه زیاته کړه: د زرو اړمنو او بیځایه شویو کورنیو لپاره مو رمضاني مرستې په پام کې نیولي چې نن ۳۰۰ کورنۍ له دې مرستو برخه منې شوې. د تیرو کلونو په څیر، د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې د ترکیې مرستې همداراز دوام لري.

د افغانستان له خلکو سره په داسې حال کې د سیمې د هیوادونو له لورې مرسته کیږي چې د کرونا ویروس خپریدو او د روژې مبارکې میاشتې پیلیدو سره، په هیواد کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.