1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره د ولسمشر غني لیدنه

86413901_2724966154246276_5991035939726557184_o
17 Feb 2020

محمد اشرف غني د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر، مولود چاووش اوغلو سره د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې ولیدل او په اقتصادي، امنیتي سکالو او د سولې د بهیر اړوند یې خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې ښاغلي غني وویل چې افغانستان په سیمه کې د اقتصادي څلورلارې په توګه، د سیمې، منځنۍ آسیا او ترکیې هیوادونو سره د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو غوښتونکی دی.

ولسمشر همداشان زیاته کړه، چې د افغانستان د امنیت د ټینګښت به موخه د ترکیې هڅې کولای شي ګټورې و اوسي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په څوکاټ کې د دې هیواد ونډه مهمه ده او مونږ د افغانستان له امنیتي او دفاعي سرتیرو د ترکیې ملاتړ ته اړتیا لرو.

مولود چاووش اوغلو ټینګار وکړ چې هیواد یې چمتو دی چې د پرمختیا په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړه او د افغانستان له امنیتي سرتیرو هم ملاتړ ته دوام ورکوي او تر هغه چې اړتیا وي، د ترکیې پوځي سرتیري په افغانستان کې پاتې کیږي.

ښاغلي اوغلو همداشان خوشبیني وښوده چې د خبرو اترو روان بهیر، په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي د پایته رسیدو لامل وګرځي.