د ترکیې پارلمان دا قانون د خواله رسنیو د مقررو د سمبال لپاره تصویب کړی دی.
د دې قانون پر بنسټ له دې وروسته په دې هیواد کې په ټولنیزو شبکو کې نوي محدودیتونه وضع کیږي.
دا قانون وروسته له هغې تصویب شو چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یوه میاشت وړاندې د دې هیواد د ټولنیزو شبکو د محدودیتونو لپاره پر یوې سمې کړنلارې او د دې رسنیو د کنټرول پر اړتیا ټینګار کړی وو.
د نوي قانون پر بنسټ،د دې رسنیو خاوندان به له نقدي جریمو،د اطلاعاتو له مخنیوي او په پای کې له تړل کیدو سره مخ شي.
اوس مهال په ترکیه کې پر ټولنیزو شبکو سختې څارنې شتون لري چې آن ویل شوي دي د خواله رسنیو ډيری چلونکي اردوغان او نورو چارواکو ته د سپکاوۍ په تور محکمې ته ور پیژندل شوي دي.