د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د تلې په ۲۷ مه نیټه اعلان نشي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي مولانا محمد عبدالله په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې د تلې له شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو څخه د ۱۱ ورځو په تیریدو سره،تر اوسه یوازی د بایومټریک دستګاوو ۲۲۴۰۰ لومړني معلومات او د ۱۴۰۰۰ دستګاوو وروستي معلومات د دې کمېسیون مرکزي سیسټم ته لیږدول شوي دي.
ښاغلی عبدالله ټينګار کوي چې که چیري د بایومټریک دستګاوو لیږد په همدي توګه دوام ولري،د تلې په ۲۷ مه د ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان به نا شونی وي.
مخکې له دې پر ټاکنو څارونکو بنسټونو هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو په مرکز کې د معلوماتو زیاتیدو د چارو له پڅوالی اندیښنه کړې وه.
خو د دې کمېسیون مشرتابه تل ټینګار کړی دی چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د تلې په ۲۷ مه نیټه اعلان کړي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي