په تهران کې د افغانستان او طالبانو د پلایوو ترمنځ د سولې ناسته نن (پنځه نۍ، چنګاښ اولسمه)، پایته ورسیده؛ دواړو لوریو د دې ناستې په پای کې یوه شپږ ماده یي خبرپاڼه خپره کړه.
دواړو لوریو هوکړه کړې چې د جګړې له لارې د افغانستان کړکیچ حل کیدونکی نه دی او باید ټول د سیاسي او باید ټولې هڅې د سیاسي او سوله ییزې حل لارې په موندلو ځیرې شي.
په دې اعلانپاڼه کې ویل شوي دي چې دواړو لوریو پریکړه کړې له جګړې څخه تلپاتې سولې ته رسیدو کړنلاړې جوړښت، د هوکړې وړ اسلامي نظام او په راتلونکو ناستو کې ورته د لاس رسي څرنګوالي پر سر خبرو کې پایلې ته ورسیږي، د خبرپاڼې په پای کې ویل شوي دي چې راتلونکې ناستې به ډير ژر پیل شي، خو ویل شوي نه دي چې چیرته.
د تهران ناسته له غبرګونونو سره هم مخ شوې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نرمو ادبیاتو له دې ناستې هرکلی کړی دی او هغه یې رغونکې بللې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ند پرایس په دې تړاو وویل: “مونږ تل ویلي دي چې د افغانستان ګاونډیان او د سیمې هیوادونه هم د افغانستان په راتلوکې کې ونډه لري. دوی باید له خپل نفوذ څخه په مثبته، رغنده او د سولې د رواجیدو په موخه او د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره ګټنه وکړي. پوهیږو چې د تلپاتې سولې ټینګیدو لپاره د افغانستان د خلکو په مشرۍ د سولې له یوه بهیر څخه د سیمې ټلواله او ملاتړ حیاتي دی.”
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دې ناستې په پای کې، دواړه پلاوي هڅولي چې یوې سوله ییزې هوکړې ته رسیدو لپاره هڅه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو را په دې خوا د افغانستان لپاره د قطر ځانګړی استازی په کابل کې دی.
د قطر ځانګړي استازي قحطاني د دولتي چارواکو سربیره، د ولسي جرګې له استازو او یوشمیر سیاسي ګوندونو سره هم لیدنه کړې ده. داسې ترسترګو کیږي چې قطر هڅه لري چې د دوحې بهیر بیرته پیل شي او له اوسني کړکیچ څخه راووځي. اوس د دوحې خبرو اترو کې د قطر او ملګرو ملتونو سازمان د منځګړیتوب سکاله هم رامنځته شوې، خو ورسوتۍ شوې نه ده چې کوم یو به یې منځګړیتوب وکړي.