عبدالله عبدالله ته نږدې سرچینې وایي چې د ټول شموله حکومت د جوړیدو لپاره د ثبات امو همپالنې طرحه وروستۍ شوې او نن (یوه نۍ)، منځګړي پلاوي ته سپارل کیږي.
د ولسمشریزو ټاکنو له کبله د سیاسي ناندرو له دوامه، له دوو میاشتو ډير مهال کیږي، خو اوس د ثبات او همپالنې یو شمیر غړي د مشارکتي حکومت د جوړیدو لپاره د طرحې د وروستۍ کیدو خبر ورکوي.
د افغانستان د ملي اسلامي غورځنګ د ګوند مرستیال او د ثبات او همپالنې غړی، عبدالله قرلق وایي چې د توافقي حکومت د جوړیدو لپاره د دوی طرحه چمتو شوې او تمه ده نن ماښام (یوه نۍ، غوایي اوومه/اپریل۲۶)، دا طرحه سیاسي منځګړیو ته وسپاري.
هغه زیاته کړه: ”د ټیم دننه د خبرو او مشورو وروسته، یوې هوکړې او ټولیز توافق ته ورسیدل او د معلوماتو له مخې، نن خپله طرحه منځګړي پلاوي ته سپاري.
ښاغلي قرلق زیاته کړه چې تمه ده دا طرحه، تر یوې ورځې د منځګړي پلاوي له لورې ارګ ته وسپارل شي.
له بلې خوا، په دې وروستیو کې امریکا یو ځل بیا د ارګ او سپیدار ترمنځ د شته وو سیاسي ناندرو د هواري غوښتنه کړې ده.
زلمي خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه لیکلې چې رمضان، افغان مشرانو، ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ته دا فرصت ورکړی چې د هیواد ګټو ته پر خپلو شخصي ګټو لومړیتوب ورکړي.
د سیاسي چارو شنونکي شهزاده مسعود آرزو ټلویزیون ته وویل چې هیله من دی د ثبات او همپالنې وروستۍ شوې طرحه د سیاسي لوریو د تایید وړ وګرځي.
د روانو سیاسي ناندرو دوام، د افغانستان له سیاستوالو د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د امریکا د نهیلۍ لامل شوی او واشنګټن د ټول ګډونه حکومت د جوړولو لپاره د سیاسي مشرانو د نه جوړجاړي په اعتراض کې، له افغانستان سره خپلې یو میلیارډ ډالري مرستې وځنډولې.
له دې سره، هیوادوالو تل د سیاسي ناندرو غځیدل په هیواد کې د نه ټیکاو لامل بللی او له اوسني کړکیچه یې د بهر تلو لباره د دواړو لوریو ترمنځ په جوړجاړي ټینګار کړی دی.