1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د تورخم له لارې راکړه ورکړه ۸۰ سلنه ټیټه شوې

تورخم-1536x864
19 Aug 2020

په ننګرهار کې یو شمیر سوداګر، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلې اړیکې، د تورخم بندر له لارې د صادراتو او وارداتو د کچې د ټیټيدو لامل یادوي.

 

محمد قاسم یوسفي چې سوداګر دی، په دې اړه وایي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ سیاسي اړیکو، د دواړو هیوادونو په سوداګرۍ هم سیورې خپور کړی او له دې لارې د راکړې ورکړې د لږیدو لامل شوی.

د هغه په وینا، دا د دې لامل شوی چې سوداګرو ته میلیونونه ډالره تاوان ورسیږي.

د ننرهار د سوداګرۍ خونې مرستیال، حاجي بشیر آرزو ټلویزیون ته وویل، چې حکومت باید د خپل ټرانزیټ حقوق ترلاسه او د سوداګرو پر وړاندې پرتې ستونزې هوارې کړي.

دا اداره همداراز په تورخم کې د اوسني حالت د دوام له پایلو هیښتیا ورکوي.

د سوداګرو په وینا، ۹۰ سلنه توکي د کراچۍ بندر له لارې افغانستان ته راوړل کیږي، تراوسه ۱۳۵۰۰ کانټینرونه د پاکستان په خاوره کې پاتې دي.

دا سوداګر، نامناسبه ګمرکي وضعیت هم، په هیواد کې د سوداګرو پر وړاندې بله ستونزه یادوي او د ګمرکي تعرفو په لږیدو ټينګار کوي.

په همدې حال کې، د ننګرهار د ګمرک مسوولین، په دې ولایت کې سوداګرو ته د لا ډیرو آسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره د هڅو خبر ورکوي.

د ننګرهار د ګمرک رییس، نصرت الله صاحبزاده، آرزو ټلویزیون ته وویل چې دا اداره هڅه لري چې د دې بندر له لارې د صادراتو بهیر، عادي شي.

د تورخم لویه لار، په هیواد کې تر ټولو ارزانه او آسانه لار ده چې د سوداګریزو توکو د واردولو لپاره کارول کیږي. دا سوداګریزه لار بیا د کابل- آسلام آباد ترمنځ د ناندریزو اړیکو په پایله کې، ډیرۍ مهال د سوداګرو پر وړاندې تړل کیږي چې هر کال میلیونونه ډالره تاوان هم له ځانه سره لري.