| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د تورخم لویه لار د صادراتو پر مخ پرانیستل شوه
22 Jun 2020
د پاکستان دولت د نږدې څلورو میاشتو وروسته، د افغانستان د صادراتو پر وړاندې خپلې پولې پرانیستې؛ په دې موده کې سوداګر میلیونونه ډالره زیانمن شوي دي.
د پاکستان دولت نن (دوه نۍ، چنګاښ۲/جون۲۲)، د افغانستان د صادراتو پر وړاندې خپلې پولې پرانیستې.
د ننګرهار د والي ویاند، عطاءالله خوګیاڼی آرزو نیوز ته وایي چې په لومړي ګام کې، نن سحار د میوو او تازه سبزیو، د سکرو ډبرو او نورو صادراتي توکو جوپه پاکستان ته صادره شوه.
د ننګرهار د والي ویاند ټینګار کوي چې له دې وروسته، د صادراتو بهیر به په عادي بڼه (په اوونۍ کې شپږ ورځې)، دوام ولري.
له دې سره، یو شمیر سوداګر وایي چې د تورخم بندر د تړل کیدو راپدیخوا یې میلیونونه ډالره تاوان لیدلی دی.
په تورخم کې د سوداګرو استازی، حضرت نبي تور په دې اړه وویل، چې د تورخم بندر د تړل کیدو راپدیخوا سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ تاوان رسیدلی دی.

حضرت نبی تور، په تورخم کې د سوداګرو استازی
هغه زیاته کړه: دواړه هیوادونه باید سیاست له سوداګرۍ څخه جلا کړی؛ ځکه د سوداګرۍ له کبله تاوان نه یوازې سوداګر، بلکې کروندګرو ته هم رسیږي.
مخکې له دې د سوداګرۍاو پانګونې خونې هم له افغانستان څخه پاکستان ته د سوداګریزو توکو د صادراتو د بهیر د پیل غوښتنه کړې وه.
د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مشرتابه پلاوي غړی، خان جان الکوزی آرزو نیوز سره په مرکه کې که څه هم د افغانستان د سوداګریزو توکو پر وړاندې د پاکستان د پولو د پرانیستل کیدو هرکلی کوي، خو حکومت د سوداګرو د ستونزو د هواري په برخه کې په ناغیړۍ تورنوي.
هغه وویل: دولت په تورخم کې د سوداګرو د ستونزې د هواري لباره هڅه نده کړې او تراوسه هم کوم پلاوی پاکستان ته ندی تللی. هیله من یم چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په سوداګریزه پالیسۍ کې بدلون راشي او ستونزې هوارې شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم دا مني چې پاکستان ته د هیواد د سوداګریزو توکو په صادراتو کې ستونزې شتون لري.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اړیکو پازوال، جواد دبیر، په دې برخه کې پاکستان د سوداګرو د ستونزو د هواري په برخه کې په ژمن ماتونې تورن کړ.
ښاغلي دبیر زیاته کړه: هر ځلي د سوداګرۍ او صنعت وزارت په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي او د هغه هیواد چارواکو یوازې د سوداګرو د ستونزو د هواري ژمنې کړې دي.
د پاکستان دولت نږدې څلور میاشتې مخکې د کرونا ویروس د خپریدو له کبله د افغانستان پر وړاندې خپلې ټولې پولې وتړلې، که څه هم د دوو میاشتو راپدیخوا له پاکستان څخه افغانستان ته واردات روان دي؛ خو د صادراتو بهیر همداشان ځنډیدلی وو.
د یادونې ده چې هر کال د هیواد د صادراتو یوه لویه برخه د کراچۍ بندر له لارې، د نړۍ نورو هیوادونو ته او ۸۰ سلنه تازه میوې او سبزیجات له افغانستان څخه پاکستان ته صادریږي.
آرزو نیوز- اسماعیل ملکزی

حضرت نبی تور، په تورخم کې د سوداګرو استازی