1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ثبات او همپالنې د مشرانو ناسته د عبدالله عبدالله پرته ترسره شوه

93939751_2897543893696524_8184911698449137664_n
23 Apr 2020

 سرچینې وایي چې په دې ناسته کې ټینګار شوی چې په کابینه کې د پنځوس سلنه ونډې او د مصالحې د شورا د ریاست ترڅنګ، د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې باطله او د لومړۍ وزیرۍ پوسټ هم رامنځته شي.

تیره ورځ د ثبات او همپالنې د ټیم ناسته، د عبدالله عبدالله د حضور پرته، د محمد کریم خلیلي په کور کې جوړه شوه او په هغه کې د سیاسي اختلافونو د هواري پر سر خبرې وشوې.

د ثبت او همپالنې ټیم ته نږدې کسانو ویلي چې مخکې له دې د دې ټیم غړیو په کابینه کې د پنځوس سلنه ونډې او د مصالحې د شورا د ریاست ترڅنګ، د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د باطلیدو او د لومړۍ وزیرۍ د پوسټ د رامنځته کیدو غوښتنه کړې.

کریم خلیلي ته له نږدې کسانو، علي اکبر جمشیدي په دې اړه ویلي چې د ثبات او همپالنې د مشرانو د لیدلوریو  اختلاف هوار شوی ده.

هغه زیاته کړه: ډیر ژر به یوه ټول ګډونه طرحه چې د اوسنیو شرایطو او د خلکو لپاره هم د منلو وړ وي، سیاسي منځګړیو ته وسپارل شي.

مخکې له دې یو شمیر سرچینو ویلي دي چې د ټاګنو د کړکیچ د هواري لپاره د عبدالله عبدالله د طرحې په مهمو برخو، د ثبات او همپالنې مشران د نظر اختلاف لري. خو علي اکبر جمشیدي وویل چې اختلافونه هوار شوي.

له دې سره، د ولسمشر د ویاند مرستیال، دواخانه مینه پال ویلي چې هره سیاسي هوکړه به د اساسي قانون پر بنسټ وی.

له دې سره، په افغانستان کې د سیاسي ناندرو دوام، د نړۍ په کچه د اندیښنې لامل شوی او په دې وروستیو کې به کابل کې د کاناډا سفارت هم د یوې خبرپاڼې خپرولو سره، د خبرو له لارې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي ناندرو د ژر هواري غوښتنه کړې ده.