1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د اعتراضونو دوام

اعتراض-ها-بلخ
14 Dec 2019

 

د عبدالله عبدالله په مشرې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پلویانو د خپلو اعتراضونو پر دوام نن په بلخ کې لاریون وکړ.

د دې ټاکنیزې ډلې په سل هاوو پلویانو هغه څه چې په ټاکنو کې درغلۍ بولي نن (پیلنۍ لیندۍ ۲۳مه/ډیسمبر ۱۴مه) په مزارشریف ښار کې واټونو ته راووتل.

اعتراض کوونکي وایې چې د درغلیو شویو رایو نه منلو لپاره یې پریکړه سره کرښه ده او له سپینو رایو څخه د تورو رایو د جلا کیدو غوښتونکي دي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې غړی محمدمحقق چې په بلخ کې یې د اعتراض کوونکو ترمنځ خبرې کولې وویل،چې دوی به داسي حکومت ته اجازه ور نه کړي چې د درغلیو له لارې رامنځته شي.

ښاغلي محقق همدا شان د دې ډلې د یوشمیر غړو جوړجاړي په اړه راپورونه هم رد کړل او هغه یې بی بنسټه تور وباله.

بشیراحمد ته‌ینج  چې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې له پلویانو څخه دی هیښتیا ورکوي چې که چیری یې غوښتنو ته رسیدنه ونه شي،خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

دا اعتراضونه په داسي حال کې په لاره اچول کیږي چې تیره شپه عبدالله عبدالله له خپلو پلویانو وغوښتل ترڅو د یوې نۍ په ورځ ټاکنو خپلواک کمېسیون ته اجازه ورکړي چې د پاتو ۷ ولایتونو رایې بیا وشمیري.

ښاغلي عبدالله همدا شان وویل دا پریکړه یې ټاکنیزو کمېسیونونو ته د حسن نیت ښودلو لپاره کړې ده چې پر خپلو پریکړو بیا کتنه وکړي.

دا ټاکنیزه ډله هیښتیا ورکوي چې د ټاکنو د هغو پایلو اعلان ورته د منلو نه دی چې له درغلیو ډکې وي.