له سرپل څخه یوه سرچینه وایي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې،د سرپل ولایت لپاره نوی والي ټاکلی دی.
دا سرچینه ټينګار کوي چې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې،د سرپل د ولایتي شورا مشر محمدنور رحماني د سرپل د نوي والي په توګه ګمارلی دی.
وړاندې له دې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې غوښتي و چې ډیر ژر دې د شمالي ولایتونو لپاره نوي والیان معرفي کړي.
له بلې خوا ویل کیږي په سرپل ولایت کې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پلویانو د ولسمشرغني انځورونه د ولایت له ودانۍ څخه راټیټ کړي او پر ځای یې د عبدالله انځورونه سريښ کړي دي.
مرکزي حکومت تر اوسه په رسمي توګه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.