1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د جامع همکاریو سند؛ د افغانستان او ایران د چارواکو د خبرو منځټکی

اتمر-1536x864
22 Jun 2020

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت واکپال وایي چې له ایراني چارواکو سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډو اندیښنو د لیرې کیدو اړوند خبرې شوي او دواړو لوریو د جامع همکاریو سند اړوند هم پرمختګونه لرلي دي.

 

د افغانستان دولت پلاوي ایران ته سفر هم له لاسته راوړنو ډک بللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت واکپال، محمدحنیف اتمر  ویلي چې له ایراني چارواکو سره یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډو اندیښنو د هواري اړوند خبرې کړې دي.

هغه همداراز په راتلونکو درییو میاشتو کې د دوه اړخیزو اړیکو د لا ټینګښت لپاره د جامع همکاریو د سند د وروستي کیدو خبر ورکړی.

له بلې خوا، د ایران د کورنیو چارو وزیر، عبدالرضا رحماني فضلي، د جامع همکاریو د سند وروستی کیدل د کابل-تهران لپاره مهم وباله او د خنډونو د لیرې کولو او د قانوني تګ را تګ لپاره د آسانتیاوو د رامنځته کولو په ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.

له دې سره سم، د ایران د انرژۍ وزیر په تهران کې د افغانستان له پلاوي سره په لیدنه کې، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه د ګامونو له اوچتولو ډاډ ورکړی دی.

د ایران د انرژۍ وزیر، رضا اردکانیان په دې اړه وویل چې تهران هڅه لري چې په روان کال کې په کابل او هرات کې د ایران د فني او مهندسۍ چوپړتیاوو د وړاندې کولو دوه تخصصي نندارتونونه جوړ کړي.

ښاغلي اردکانیان، تر راتلونکو شپږو میاشتو د هرات-خواب اوسپنیزې کرښې د درییمې برخې پرانیسته او د انرژۍ په برخه کې د ګڼو پروژو لاسلیک په روان کال کې د دواړو هیوادونو ترمنځ ګډې اقتصادي برنامې وبللې.

حنیف اتمر تیره ورځ د یوه لوړپوړي چارواکي په مشرۍ، تهران ته ورسید.

د ایران او افغانستان ترمنځ د جام همکاریو سند پر سر کار، اقتصادي همکارۍ، پوله ییزې او امنیتي همکارۍ، په ایران کې د افغان کډوالو د سکالو اړوند خبرې او د اوبو او بریښنا په برخه کې همکارۍ ایران ته د ښاغلي اتمر د سفر اجنډا جوړوله.