1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د جنایی جرمونوسره د مبارزی لپاره د کورنیو چارو وزرات نوی کړنلاره

111
13 May 2019

د کورنیو چارو وزارت د جنایی جرمونو پروړاندی د مبارزی لپاره له یوی نوی بڼې یا لاري خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت واکپال مسعود اندرابی وایی،پولیس به د دی نوي لاري په کارولو سره د مافیایی کړیو او جرمې شبکو ریښې وچي کړي.

د کورنیو چارو وزارت واکپال دنژدی تیرې یوی میاشتې په اوږدو کې د جرمې شبکو د ۲۱ تنه غړو له  نیولو خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت دپلازمېنې له اوسیدونکو سره په کابل ښار کې د جرمونو د حالت شنننې تر نامه لاندي دوه ورځنی ورکشاپ په لاره اچولی دی.

د کورنیو چارو وزارت په دی ورکشاپ کې،له جرمونو سره د مبارزې لپاره د پولیسو د نویو کړنچارو تر لاس لاندی نیولو خبرورکوي.

  د کورنیو چارو وزارت واکپال مسعود اندرابی وایی: دا کړنلاره چې له کابل څخه پیل شوې ده،په تیرو دریو اونیو کې ۲۱ مجرمین چې د جرمې ډلو غړیتوب یی درلود،د پولیسو له لوری نیول شوي دي.

ددی  ډلو د نیونې او څارلو لپاره،پولیس په بیلابیلو ډلو کې ځای پرځای شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت واکپال زیاتوي: چې،پولیس د مافیایی ډلو د لمنځه وړو ځواک  لري،او د هغو د غاښونو په ماتولو سره به د کابل د اوسیدونکو لپاره سوکالې راولي.

ښاغلی اندرابي د تیر کال په پرتله د جنایی جرمونو په کچه کې له ټیټوالي خبر ورکوي،خو د پلازمېنې اوسیدونکي بیا د جرمونو له لوړې کچې لاهم اندېښمن دي.

د کورنیو چارو وزارت په داسی حال کې له سازمان شویو جرمونو سره د مبارزې په کړنلاره کې له بدلونه خبر ورکوي چې د همدې اونۍ د پیلنۍ په ورځ،وسله والو کسانو د ولسي جرګې په فرهنګې چارو کې سلاکاره او د رسنیو مخکینی ویانده مینه منګل  د کابل ښار  د اتمې حوزې په اړوندو سېمو کې ووژله.

آرزو خبرې سایت-وحیده البرهانی