د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده، ماریا زاخاروا وایي، چې د افغانانو پرته هیڅ هیواد نشي کولای د افغانستان برخه لیک وټاکي.
میرمن زاخاروا د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند جوبایډن د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې متحده ایالتونه په افغانستان کې د ۱۸ کلونو ډیر حضور په اوږدو کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او په دې هیواد کې د یوه ولسواکه دولت د جوړولو په برخه کې نابریالی وو.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ټینګار لري چې په افغانستان کې د امریکا د ماموریت ناکامۍ ته په کتو سره، هغه مهال رارسیدلی چې امریکا له دې هیواده بهر شي.
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د دموکراتانو د ګوند نوماند، جو بایډن، درې ورځې وړاندې په یوې مناظره کې په افغانستان کې د ملت جوړولو له اند سره خپل مخالفت وښود.
هغه وویل:” د دې هیواد د یو کیدو هیڅ شونتیا شتون نلري. افغانستان به هیڅ کله هم یو موټی هیواد نشي او یوازې کار چې امریکا یې کولای شي ترسره کړي، په دې سیمه کې ترهګرۍ ته رسیدنه ده.”
آرزو نیوز