1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د جوزجان خمآب ولسوالۍ له دوکالونو وروسته د طالبانو له ولکې ووتله

NM
12 Apr 2020

د جوزجان سیمه ییز پازوال وایې چې کمانډو ځواکونو د دې ولایت په ځمآب ولسوالۍ کې پراخ عملیات په لاره واچول چې په پایله کې یې دا ولسوالۍ له دوو کالونو وروسته د طالبانو د ډلې له ولکې بهر کړه.

د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف آذر وایي،چې کمانډو ځواکونو  د دې ولایت په خمآب ولسوالۍ کې د هوایي ځواکونو په ملاتړ پراخو عملیاتو په ترسره کولو سره له دوو کالونو وورسته دا ولسوالۍ د طالبانو له کنټروله بهره کړه.

د ښاغلي آذر په وینا،پوځیان له طالبانو سره له درندې جګړې وروسته وتوانیدل دا ولسوالۍ د طالبانو له ولکې آزاده کړي.

د جوزجان د والي ویاند زیاته کړه دا عملیات د کمانډو ځواکونو له لوري د هیواد د هوایي ځواکونو په ملاتړ په لاره اچول شوي وو چې په پایله کې یې نږدې ۶۰ وسله وال طالبان مړه او ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې طالبانو ادعا کړې ده چې د امنیتي ځواکونو د هوایي بریدونو په پایله کې،ولسي کسانو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې ده او استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي.

خو ښاغلي آذر بیا د طالبانو دا ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې د دولتي ځواکونو د عملیاتو له پیله تر اوسه،هیڅ یوه ملکي کس ته زیان نه دی اوښتی.

د جوزجان د والي ویاند همدا شان وویل چې د امنیتي ځواکونو عملیات به په بشپړه توګه د طالبانو له شتونه د دې ولسوالۍ تر چڼیدو دوام ولري.

د امنیتي ځواکونو او طالب جنګیالیو ترمنځ نښتې هغه مهال زور واخست چې حکومت په څو وروستیو ورځو کې د سولې له بهیر او اورکم څخه د ملاتړ په موخه لږ تر لږه درې سوه (۳۰۰) طالب بندیان له بنده خوشې کړل او تمه ده دا بهیر همدا شان دوام ومومي.

آرزو نیوز ــ شمس الله رحیمي