1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د جوزجان د نفت او ګازو د تصدۍ د کارکوونکو اعتراض

جوزجان
12 Feb 2020

اعتراض کوونکو د دې بنسټ د ۵۰۰ ډیرو کارکوونکو د تنقیص په غبرګون کې، د څو ګړیو لپاره د بلخ-جوزجان لویه لاره وتړله.

 په شبرغان کې د شمال د نفت او ګازو د تصدۍ د ۵۱۲ کارکوونکو د تنقیص اړوند د کانونو او پترولیم وزارت د پریکړې په لړ کې، تنقیص شويو کارکوونکو لاریون وکړ.

اعتراض کوونکي وايي چې له څلورو ورځو راپدیخوا یې د تحصن کیږدۍ ایښې، خو حکومت تراوسه د دوې غوښتنو ته هیڅ ځواب نه دی ورکړی.

اعتراض کوونکو پرون (درې نۍ)، همداشان د جوزجان ولایت د مستوفیت ادارې ور او د بلخ-جوزجان لویه لاره هم د څو ګړیو لپاره تړلې وه.

دا اعتراض کوونکي هیښتیا ورکوي که د دوی غوښتنو ته غوږ کښېنښودل شي او ورته رسیدنه ونشي، د خپلو خوځښتونو لمن به وغځوي.

په همدې حال کې د جوزجان مرستیال والي، عبدالقادر مالیه، رسنیو ته ویلي چې دوی دا ستونزه له مرکزي حکومت سره شریکه کړې ده. دی ټینګار کوي چې ډیر ژر به د اعتراض کوونکو ستونزې ته رسیدنه وشي.

دا دویم ځل دی چې د شمال د نفت او ګازو د تصدۍ کارکوونکي، د هغه څه په وړاندې چې د دې بنسټ د بستونو تنقیص یادوي، اعتراض کوي. دوی ټینګار لري چې د کاري زمینو د نشتون او د کارګرانو کمزوري اقتصاد ته په کتو سره، حکومت باید داشان پریکړه ونکړي.