1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د جوزجان د یتیم‌تاق سیمې د ۳۶مې ګازي څاه د کیندلو چارې بشپړې شوې

117907614_2664191880513586_3830006391045366642_o
16 Aug 2020

د کانونو او پترولیم وزارت ویلي چې د جوزجان ولایت د یتیم‌تاق سیمې د ۳۶مې ګازي څاه د کیندلو چارې بشپړې شوې او استخراج ته چمتو شوې.

 

د کانونو او پترولیم وزارت واکپال، هارون چخانسوري په خبله فیسبوک پاڼه لیکلي: ”دا د کانونو او پټرولیم وزارت تر مدیریت لاندې د ګازو د څاه دویمه کیندنه ده، چې نږدې ۴۰ کاله وروسته په هېواد کې په بریالیتوب سره ترسره شوه.“

د کانونو او پترولیم وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د دغې څاه ژوروالی ۱۶۰۰ متره دی، چې د استخراج شوي ګاز څخه به یې، د تولیدي شرکتونو د دستګاوو د اړتیا وړ ګاز ترلاسه شي.

له دې مخکې د روان کال په پیل کې، په همدې سیمه کې د طبیعي ګازو د استخراج د A۳۲ نمبر څاه کارونه په بریالیتوب سره بشپړ شول او ګټه اخیستنې ته وړاندې شوې.
د کانو او پترولیم وزارت اعلان کړی چې د دې دوه څاګانو د طبیعي ګازو له استخراج سره به په څلورویشت ساعتونو کې په هیواد کې د ګازو تولیدي وړتیا شاوخوا ۳۰۰ زره متر مکعبو ته لوړه شي، چې په پایله کې پانګوالو ته د ګازو د پلور له کبله، شاوخوا اته میلیونه امریکایي ډالر د دولت په کلنیو عایداتو کې ورزیاتیږي.