د طالبانو یو مخکښ قومندان د خپلو پنځو کسانو سره د جوزجان – سرپل په لویه لاره کې ونیول شو.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د یوه خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دا طالبان د څلورنۍ پر ورځ ( د سلواغې ۹ / د جنوري ۲۹) د شاهین عملیاتو په پایله کې ونیول شول.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې د طالبانو یو مخکښ قومندان ملا سید ولي له خپلو څلورو کسانو سره نیول شوی او له دوی څخه یو میل پیکا، یو توغندې، یو میل کلاشنیکوف، دوه موټرسایکله، یو شمیر وسلې او پنځه لاسي بمونه هم ترلاسه شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.