| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د جګړو دوام، بیځایه شوې کورنۍ سولې ته سترګې په لار
21 Sep 2020
د هیواد په شمال کې د جګړو له کبله یو شمیر بیځایه شوې کورنۍ د جګړې له ښکیلو غاړو غواړي چې جګړه ودروي.
د هیواد په شمال کې د نښتو له کبله بیځایه شوې کورنۍ، د جګړو د دریدو او اوربند د ټینګښت غوښتونکي دي.
د مزارشریف په یوې څنډه کې یو شمیر کورنۍ د جګړو له کبله بیځایه شوې ، او د کیږدیو لاندې په بد حالت کې ژوند کوي.
تاج ور هغه غمځپلې مور چې د دوو پوځي زامنو په ګډون یې د کورنۍ ۸ غړي د جګړو په پایله کې له لاسه ورکړي دي.
دا مور آرزو ټلویزیون ته وویل چې د لمسیانو راتلونکې څخه اندیښمنه ده او د جګړې له ښکیلو غاړو غواړي چې نښته ودروي او اوربند وکړي.

د جګړو دوام او د دو زامنو له لاسه ورکولو درد، د امین الله کورنۍ هم مزارشریف ښارته را کاږلې ده.
دا کورنۍ بیا په هیواد کې د روان جګړو پای ته هیله منده ده ــ ترڅو خپل اصلي سیمې ته د ستنیدو لا هواره شي.

په همدې حال کې، په دې وروستیو کې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو دې کورنیو ته د مرستو کڅوړې ویشلې دي.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د پلې لوا قوماندان مسعود رحمان دې کورنیو ته د مرستو د ویش په مراسمو کې وویل چې د سولې د خبرو اترو له پیل سره سره، طالبانو لا هم خپلې نښتې نه دې کمې کړي او د جګړو دوام ډيری ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د راپورونو پر بنسټ، یوازې په تیر یوه کال کې څه باندې ۶۰۰ زره کورنۍ په ټول هیواد کې د جګړو له کبله بیځایه شوې دي.
آرزو نیوز ــ شمس الله رحیمي

