| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د جګړو د ډیریدو په مخنیوي او د سولې د هوکړه لیک پر پلې کیدو د طالبانو ټینګار
05 Mar 2020
طالبانو اعلان وکړ چې هغوې د هوکړه لیک ټولې برخې پر له پسې پلې کړي چې د جګړو له ډیریدو مخنیوی وشي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، چې د دې ډلې او امریکا تر منځ هیڅ پټ سند شتون نه لري او مخامخ لوري هم باید د دې هوکړې د پلی کیدو په وړاندې خڼدونه لیرې کړي، چې په هیواد کې د تل پاتې سولې لپاره زمینه هواره شي.

ښاغلي شاهین په خپل ټویتړپاڼه کې لیکلي یوه هوکړه ده چې په مطبوعاتو کې راغلې او بل یې د هوکړه لیک تشریح ده چې د دې هوکړې هر بند تشریح کوي او د پلی کیدو میکانیزم یا ضمایم ویل کیږي. دی ټینګار کوي چې د ډې هوکړې پرته هیڅ کوم بل سند د امریکا او طالبانو تر منځ شتون نه لري. یو شمیر جعلي پاڼې او پروپاګند چې مغرضې کړۍ یې خپروي، هیڅ کله رښتیا نه دي.
