1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د جګړې ډیریدل؛ په بغلان او ارزګان کې ۲۶ امنتیي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی

تلفات-نظامیان
16 Dec 2020

په بغلان او ارزګان ولایتونو کې د امنیتي سرتیرو په اډو د طالبانو د دوو بریدونو په لړ کې، ۲۶ امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ تنه نور هم ټپیان شوي دي.

 

د بغلان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د پلخمري په وزیر آباد او نیازالله سیمو کې د امنیتي سرتیرو په اډې د طالبانو په یرغلیز برید کې، دیارلسو امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه تنه نور هم ټپيان شوي.

د بغلان د ولایتي روغتون مشر، عین الدین صیادي وویل، نن سحار د دیارلسو شهید شویو جسدونه او پنځه ټپيان دې روغتون ته لیږدول شوي.

د بغلان د پولیسو ویاند، جاوید بشارت په دې اډو د طالبانو ډلې د یرغلیزو بریدونو پخلی کوي.

ښاغلي بشارت د امنیتي سرتیرو د مرګ ژوبلې د شمیر اړوند څه ونه ویل، خو ویې ویل چې د دواړو لوریو ترمنځ په جګړه کې، طالب جنګیالیو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.

له بلې خوا، له ارزګان څخه سیمه ییزې سرچینې د دې ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د طالبانو د بریدونو په پایله کې، د دیارلسو امنیتي ځواکونو د مړینې خبر ورکړ.

د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، په دې پيښه کې د دې ولسوالۍ د پولیسو د قومندانۍ مرستیال او د یوه واحد د قومندان په ګډون دیارلسو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته تنه ننور هم ټپيان شوي دي.

د ارزګان د والي ویاند، احمدشاه ساحل د طالبانو بریدونه ومنل، خو ښاغلي ساحل یواځې د پنځو امنیتي سرتیرو د ژوند دلاسه ورکولو پخلی وکړ.

په هیواد کې د ناکراریو ډیریدل، په نننۍ (څلورنۍ، لیندۍ ۲۶) ناسته کې د ولسي جرګې نیوکه هم له ځانه سره لرله او یو شمیر غړو، امنیتي بنسټونه په کمزورتیا او وظیفوي غفلت تورن کړل.