1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د جینوا غونډې پای او د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې د ۱۳ ملیارد ډالرو ژمنې

unnamed-1
25 Nov 2020

نړیوالې ټولنې د جینوا په ناسته کې په راتلونکو څلورو کلونو کې له افغانستان سره د مالي ملاتړ په اړه خپلې ژمنې بیا تصدیق کړې.

د مرستندیوه هیوادونو په ګډه اعلامپاڼه کې راغلي چې تمویل کونکي به په راتلونکو څلورو کلونو کې له افغانستان سره په کال کې لږترلږه درې ملیارده ډالر مرسته وکړي.

په دې اعلامپانه کې همداراز راغلي چې د افغانستان حکومت د نړیوالو همکارانو په ملاتړ، له ۲۰۰۲ راهیسې د اقتصادي، ټولنیز، سیاسي او پراختیا لاسته راوړنو ساتلو او پراختیا ته ژمن دی.

په دې ناسته کې، افغانستان د سولې او پرمختګ ملي سند دوهمه برخه پرانسته او له نړیوالې ټولنې یې وغښتل چې خپلې مرستې په دریو برخو: د افغانستان د سولې، ښې حکومتوالۍ او د کار بازار او اقتصاد پیاوړي کول کې مصرف کړي.

د سیمې هیوادونه هم ټینګار کوي چې د سیمه ایزو اړیکو کې د افغانستان رول حیاتي کیدی شي، نو په افغانستان کې د ټیکاو او اقتصادي ودې د ټینګښت لپاره جدي هڅو ته اړتیا ده.

د جینوا ناسته د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې د مالي ملاتړ د دوام په اړه د نړیوالې موسسې په ګډون د ۷۰ هیوادونو څخه جوړه شوې وه.