د جینوا ناسته د افغانستان ۲۰۲۰ ناستې په نوم نن ( د لیندۍ/قوس ۳مه) د سویس هیواد په کوربه توب ترسره کیږي.
په دې ناسته کې به، د څلورو راتلونکو کالونو لپاره د مرسته کوونکو هیوادونو مالي او سیاسي ملاتړ برنامې روښانه شي.
په دې ناسته کې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر،د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال ګډون کړی او تمه ده ولسمشرغني او د ملګرو ملتونو د سازمان لوی منشي د دې ناستې په پیل کې خپلې څرګندونې وړاندې کړي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې دا ناسته د دوو ورځو لپاره د سویس په جینوا ښار کې په آنلان توګه ترسره کیږي.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د سازمان څه باندې ۱۰۰ هیوادونه ګډون کوي.
د کارپوهانو په آند د افغانستان ۲۰۲۰ ناسته د هیواد لپاره له برخلیک جوړونکو ناستو ده.