1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د حامدکرزي له هوایي ډګر څخه د پيسو له قاچاقه د سیګر اندیښنه

576f243e7caef7a286cda698911fdc77-scaled
25 Jan 2021

د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړی څیړونکی وایي، نفوذلرونکې او ولسمشر ته نږدې څهرې، د حامدکرزي ډګر په ځانګړي ځای کې د پيسو له ثبت څخه معاف دي.

 

د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړې څیړونکې ادارې (سیګر)، په دې وروستیو کې ګزارش ورکړی چې د حامدکرزي نړیوال هوایي ډګر د ځانګړو مسافرینو په څانګه کې د پیسو نه څار او د ځانګړو مسافرینو نه پلټنې له افغانستان څخه بهر د پیسو د قاچاق د دوام اندیښنې ډیرې کړې دي.

دې بنسټ ویلي چې یو شمیر نفوذ لرونکې څهرې، دولتي چارواکي او ولسمشر ته نږدې کسان د ډیرو مهمو مسافرینو په کتار کې راځي او د سفر پرمهال یې پيسې نه ثبتیږي.

خو د سیګر د ګزارش په بله برخه کې ټینګار شوی چې عادي مسافرین د ځانګړو مسافرینو پر خلاف، د پلټنې له پنځو تر شپږو تمځایونو تیریږي.

سیګر ټینګار کړی چې د کابل په هوایي ډګر کې، په معموله توګه د پيسو د شمیرلو دستګاه څخه کار نه اخیستل کیږي او دې سره چې له نښلیدو یې یوه لسیزه تیریږي، خو لا هم له انټرنټ سره نده نښلیدلې.

مخکې له دې د اسلامي حزب مشر، ګلبدین حکمتیار هم وویل چې بې هوازه بازه الوتکې په وار وار د کابل په ډګر کې ناسته او الوتنې لري.

خو د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر پازوال د سیګر ګزارش بې بنسټه بولي.

د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر مشر، سیدعمر صبور په دې تړاو وویل: “ټول هغه مسافرین چې له کابل څخه بهرنیو هیوادونو ته سفر کوي، له پنځو پلټنځایونو تیریږي. که مهم یا هم ډیر مهم شخص هم وي.”

مخکې له دې په ۲۰۱۵ کال کې د امریکا د کانګرس په یوه ګزارش کې راغلي وو چې په یوه کال کې له ۴.۵ میلیارد ډالرو څخه ډیرې پیسې له افغانستان څخه بهر ته قاچاق شوي چې ډیر شمیر پیسې یې د نشه یي توکو پيسې دي.